د بشري مرستو او کومکونو نړیواله شبکه (INARA)- ژمنه ده چې د ترکیې او سوریې تېرو زلزلو ته د رسېدنو تجربو ته په کتو سره، په افغانستان کې د اوسنۍ ویجاړوونکې زلزلې ځپلو سيمو سره جدي مرسته وکړي.
د افغانستان په لویديځ کې د همدغې وروستۍ زلزلې له کبله 12 کلي په بشپړه توګه ویجاړ، څه باندې 2500 کسان مړه، له 9000 زیات ټپيان او 30000 کسان په ډېره ناوړه توګه اغېزمن شوي دي.
دغې زلزلې بې شمېره کورنۍ بې کوره کړې دي, چې خوړو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. زموږ موخه دا ده چې په دغه ننګوونکي وخت کې ډېرو اړمنو کسانو ته د مرستې لاس ورکړو. د (INARA) د بسپنې ټولولو هڅو سره د مرستې په مټ تاسو کولی شئ چې له زلزلې څخه د زیانمنو کسانو په ژوند کې رښتینی تغییر رامنځته کړئ.ستاسو سخاوتمندانه مرستې به د (INARA) لخوا په ډېره غوره بڼه لګول کېږي. زموږ هڅې به لومړنیو اړتیاوو، همدارنګه طبي، روغتیايي او رواني خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې د تشو پر ډکولو متمرکزې وي، تر څو د ډېرو دردېدلو او غمجنو کسانو په را اوچتولو کې مرسته وکړو. موږ له افغانانو سره لاس په لاس کولی شو چې له دې غمیزې څخه د وتلو په برخه کې هیلې او امیدونه رامنځته کړو.
International Network for Aid, Relief and Assistance – INARA is a registered 301(c) Charity